Back
نن ورځ دشهیدانو دسالار دشهادت له کلیزې سره سمون خوری
Published: 1389/09/25 0:0News ID: 3164Source: ایرکا خبری آژانس

نن ورځ دشهیدانو دسالار دشهادت له کلیزې سره سمون خوری .
نن د عاشورا ورځ ده چې داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد ص دیوه ډیر ګران لمسی او دشهیدان دسلار حضرت امام حسین علیه السلام دشهادت له کلیزې سره سمون خوری .
په عاشورا ورځ امام حسین علیه السلام له خپلو دوو اویا وفادارو ملګرو او کورنۍ سره یوځاې دیزید په حکم دهغه دپوځیانو په وسیله په ډیر مظلومانه ډول شهید کړی شو .
دا دامام حسین علیه السلام دشهادت برکت دی چې نن مونږ مسلمانان یوو ، قران منو ، روژه ساتو او دظلم او بې انصافۍ پرضد غږ پورته کوو که چیرې امام حسین علیه السلام نه وائ او یا هغه پاڅون نه وی کړی نن به نه اسلام وو نه به قران وو او نه به روژه او نه به چا کولای شو چې دظلم ، بې انصافۍ او بې عدالتۍ پرضد غږپورته کړی .
دشهیدانو سلار حضرت امام حسین علیه السلام ددنیا خلکو ته دظلم ، بې انصافۍ ، بې عدالتۍ او نورو ناوړه کارونو پرضد دمقاومت کولو لاره وروښودله .
داسلام ګران پیغمبر حضرت رسول اکرم ص امام حسن او امام حسین علیه السلام دجنت سرداران بللی او فرمایلی یې دی زه له حسینه یم او حسین له ما دی .
داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد ص امام حسن او امام حسین علیه السلام په خپلو ولو سپارول .
په عاشورا ورځ ددنیا ټول مسلمانان په تیره بیا شیعه مسلمانان دامام حسین علیه السلام دشهادت په مناسبت دویر او ماتم دستورې ترسره کوی او دامام حسین دشهادت په فلسفې رڼا اچوی .