د ننګرهار پریوې سرحدی پوستې تېره شپه وسله والو طالبانو د سپکو او درنو وسلو پر مټ یو ساعته برید کړى، چې چارواکی وایی، کوم زیان نه لری. په ختیځ کې د سرحدی پولیسو د لومړۍ لېوا قومندان مل پاسوال امین الله امرخېل په وینا، برید د ماخوستن له اتو بجو څخه ترنهو بجو د مومند درې ولسوالۍ پر څڅوبی سرحدی پوستې شوى. قومندان وایی، پولیسو یې بې له دې، چې کوم زیان ور واوړی، برید پر شاتمبولى، خو دا نه وایی، چې برید کوونکی څوک، له کومه ځایه راغلی او بیرته کومې خواته ورغلی؟ د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته وویل، چې پر څڅوبی سرحدی پوستې برید دوى کړى او په ناڅرګنده کچه یې په کې دولتی غاړې ته زیان اړولى. مومنددره، چې د ډېورنډ کرښې او اوسنی پاکستان ته نېږدې پرته ولسوالی ده، څه موده وړاندې ترې شپاړس ماین پاکوونکی ناڅرګندو وسله والو تښتولی وو، چې چارواکو ویل هغې پېښه کې د کرښې له هغې غاړې وسله والو طالبانو لاس لاره. په مومند دره او ورسره خوا کې د ننګرهار نورو سرحدی ولسوالیو کې ولسی خلک د قومی تړو پربنسټ له ډېره وخته د خپلې سرحدی سیمې ساتنه کې د افغان ځواکونو مرسته کوی او له همدې امله له دې سیمو ډېر کم د ناامنیو خبرونه راځی. چارواکی که څه هم کله، کله په څنګزنه توګه د ډېورنډ کرښې له هغې غاړې وسله وال طالبانو د دې غاړې په ناامنیو کې په لاس لرلو تورنوی، خو د کرښې دې غاړې ته بیا وسله وال طالبان دا خبره ناسمه ګڼی.