دلبنان په پارلمان کښې اسلامی مقاومت حزب الله ته اړونده استازی په لبنان دصهیونیسټ رژیم دتیریو پرضد دملګروملتونو موسسې دفاعی اقدام منتفی وباله . دلبنان په پارلمان کښې اسلامی مقاومت حزب الله ته دوفادار فراکسیون غړی بلال فرحات دملګروملتونو امنیت شورا ته له صهیونیسټ رژیمه دلبنان شکایت یو ګټور اقدام وباله خو په عین حال کښې یې وویل له دغه شورا داسې امید نه کیږی چې صهیونیسټ رژیم په لبنان له تیریو منع کړی . هغه دغه راز دصهیونیسټ دښمن ددسیسو په وړاندې دلبنان دپوځ او داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله بریاوې وستایلې . دلبنان خارجه وزارت وړمه ورځ دخپل هیواد په بیلابیلو سیمو کښې دصهیونیسټ رژیم دجاسوسۍ او پټو کیمرو او دلګولو او دجاسوسۍ دفعالیتونو په باره کښې شکایت وکړ . دملګروملتونو امنیت شورا دصهیونیسټ رژیم لخوا دلبنان په هوای ، ځمکنی او سمندری حریم بیا بیا خلاف ورزۍ سره تراوسه کوم عملی اقدام نه دی کړی .