افغانستان وای په لسګونو خصوصی امنیتی شرکتونه یې ړنګ کړی . زمونږ خبریال وای دافغانستان حکومت نن وویل دوې په لسګونو خصوصی امنیتی شرکتونه بند کړی دی . دغه خبرې په هغه لانجمن پلان سیوری غوړولی چې وړاندې ویل کیدل افغانستان پلان لری په هیواد کښې دننه په ټولو خصوصی امنیتی شرکتونو بندیز ولګوی . دروان میلادی کال په اګست میاشت کښې دافغانستان ولسمشر کرزی دټولو خصوصی امنیتی شرکتونو چې دخلکو دوژلو، شکنجه کولو ، جاسوسۍ کولو او دنشه ایزو موادو په کاروبار کښې په لاس تورن دی دړنګولو حکم ورکړی وو چې دناټو او امریکا ، سفارتونو او دمرستندویو موسیسو لخوا یې سخت اعتراض پارولی وو . دافغانستان ولسمشر دلویدیځو هیوادونو له میاشتو میاشتو دباونو وروسته په اکتوبر میاشت کښې په لسګونو خصوصی امنیتی شرکتونو ته دفعالیت اجازه ورکړه . دافغانستان دکورنیو چارو وزارت سلاکار عبدالمنان فراهی ددسمبر دمیاشتې په شپږمه نیټه ویلی وو 57 خصوصی امنیتی شرکتونه غیر قانونی اعلان شوی او دبندیدا په حال کښې دی . هغه وویل مونږ ټول غیر قانونی امنیتی شرکتونه ړنګ کړی دی . دافغانستان دکورنیو چارو وزارت سلاکار عبدالمنان فراهی نن وویل اوس مونږ دا ویلای شو چې په افغانستان کښې هیڅ غیر قانونی امنیتی شرکت نشته . هغه وویل دخصوصی امنیتی شرکتونو څه دپاسه درې زره کسان بې وسلې کړی شوی او وسلې یې هم ضبط کړې شوی خو نور تفصیل یې ورنکړ . هغه وویل په لسګونو امنیتی شرکتونه چې سفارتونو ، دلویدیځو ځواکونو او مرستندویو موسسو ورسره قراردادونه دی همدا اوس هم په افغانستان کښې خپل فعالیت ته دوام ورکړی او ورکولای یې شی .