Back
د شینډنډ ولسوال پر موټر د ریموټ کنټر ماین چاودنه
Published: 1389/10/01 0:0News ID: 3258Source: ایرکا خبری آژانس

ځایی چارواکی وایی، چې تېر مازیګر د هرات ولایت د شینډنډ ولسوال پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، خو هغه ترې روغ وتى.
د شینډنډ ولسوال لعل محمد عمرزى وایی: پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې دى له هرات ښاره دې ولسوالۍ ته پر لاره و او د همدې ولسوالۍ په بالاشهر سیمه کې پرې د ریموټ کنټرول په واسطه بمی چاودنه وشوه.
عمرزی زیاته کړه، چې ده او ساتونکو ته یې کوم زیان نه دى اوښتى، خو موټر یې یو څه زیانمن شوى دى.
د عمرزی په وینا، طالبانو د ده د وژلو قصد درلود، خو په دې هڅې کې پاتې راغلل.
په همدې حال کې د طالبانو یوه ویاند قاری یوسف احمدی رسنیو ته ویلی، چې په دې برید کې یې د ملی پولیسو څو تنه سرتیری وژلی، خو د ده دغه ادعا د ځایی چارواکو لخوا په کلکه رد شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په روان لمریز کال کې د هرات ولایت د چشت ولسوالۍ امنیه قومندان او د اوبه ولسوالۍ ولسوال د سړک د غاړې ماین چاودنو کې وژل شوی وو.