Back
ایران د افغان حکومت او حکومتی سیسټم بشپړ ملاتړ کوی
Published: 1389/10/02 0:0News ID: 3286Source: ایرکا خبری آژانس

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر محمود احمدی نژاد نن په تهران کې د افغانستان له نوی سفیر ښاغلی عبیدا.. عبید سره په کتنې کې وویل مونږ باوری یو چې د افغانستان حکومت باید پیاوړی شی څودخپل هیوادچارې سنبال اوبرابرې کړی هغه د ایران اوافغانستان د دوو هیوادونو تاریخی دینی او ټولنیزو مشترکاتو ته په اشارې سره ددواړو هیوادونو پیاوړی اړیکې ددوو ملتونو او دسیمې په ګټه وبللې اووې وئیل د ایران اوافغانستان دوه ملتونه ژورې او پیاوړی دینی او کلتوری اړیکې او دغه راز یوشان دوستان او دښمنان لری . د اسلامی ایران ولسمشر په عین حال کې روښانه کړه دوه اړخیزواو سیمه ایزو اړیکو د سوئې لوړتیا د دوو ملتونو او د سمیې په ګټه ده او دښمنان نه غواړی چې دافغانستان هوښیا او ځیر ولس پخپل ځان په تکیې سره خپل جنګ ځپلې هیواد آباد کړی ، البته افغان ولس مقاومت کونکی دی او تاریخ ښودلې ده چې پر خپل دښمن ئې هر وخت غلبه کړې ده .
په ایران کې د افغانستان نوی سفیر هم په دغې کتنې کې د خپل باورلیک له وړاندې کولو وروسته د افغان ولس له پیاوړتیا ، آبادونې او بیارغاونې له کارونو د ایران د حکومت او ملت د بشپړ ملاتر په قدرونې سره ووویل افغان ولس د ایران له اسلامی جمهوریت سره ډیره لیوالتیا او مینه لری او له دغه ورور او ګاونډی هیواد سره د اړیکو لاپراختیا غواړی