د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پرضد د ګډو ځواکونو عملیات نن په داسې حال کې درېیمې ورځې ته وغځېدل، چې د دې ولایت د چپرهار ولسوال نن د دې وسله والو له یوه مخامخ بریده روغ ووت. د شېرزادو ولسوال اصیل خان خوګیاڼی کلید سره خبرو کې یوازې د عملیاتو پخلى وکړ، خو له نورو جزیاتو یې ډډه وکړه. په ختیځ کې د ایتلافی ځواکونو مطبوعاتی ادارې، چې وېل کېږی ګڼ سرتېری یې شېرزادو ته تللی، په دې اړه څه ونه ویل. د ننګرهار امنیې قومندان هم کلید سره خبرو کې یوازې دومره وویل، چې په دې اړه به سباته معلومات خپروی. د شېرزادو ولسوالی، چې د ننګرهار په کچه تر ټولو ناامنه ګڼل کېږی، یو شمېر ځایی خلکو هم پکې د عملیاتو د پیل پخلى کړى، خو نه یې دی ویلی، چې کومه نښته، یا مرګ، ژوبله پکې رامنځته شوې کنه؟ د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم کلید ته یوازې دا وویل، چې دولت پلوه سرتېری دې ولسوالۍ ته ورغلی، خو د ده په وینا، وسله وال ملګری یې لا هم پخپل پخوانی قوت کې دی. بلخوا د ننګرهار د بلې ولسوالۍ چپرهار ولسوال معلم معشوق نن سهار د دې ولسوالۍ په ترېلی سیمه کې تر یوه وسله وال برید لاندې راغى. وسله وال طالبان که څه هم برید کې د ولسوال په ګډو د ده د دوو ساتونکو د ټپی کولو دعوه لری، خو ولسوال د ننګرهار امنیې قومندانۍ کې په روغ، رمټ ځان خبریالانو ته دغه ادعا رد کړه.