Back
ختیځ کې پر امنیتی پوستې د وسله والو طالبانو برید
Published: 1389/10/05 0:0News ID: 3315Source: ایرکا خبری آژانس

د ننګرهار په بټی کوټ ولسوالۍ کې تېره شپه پر یوې امنیتی پوستې وسله والو طالبانو برید کړى، چې چارواکی یې یوازې پخلى کوی.
برید د باریک آب پله ته څېرمه د پولیسو پر پوستې شوى، چې د بټی کوټ ولسوال وایی: رسنیو ته یې د نورو جزیاتو د ورکولو اجازه نه لری.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند سر څارمن حضرت محمد زمرى هم پرپوستې ډزې منی، خو وایی: په نورو جزیاتو پسې یې سیمې ته یو پلاوى تللى او دوى لا پوره معلومات نه لری.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له ناڅرګند ځایه په ټلیفون کلید ته وویل، چې پر باریک آب پوستې برید دوى کړى او د ده په دعوه دوه دولتی سرتېری یې پکې وژلی.
بټی کوټ، چې د جلال اباد - تورخم پر لویه لاره پرته ولسوالی ده، وړمه ورځ په کې د پولیسو پر یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې وه، چې د یوه پولیس د وژل کېدو ترڅنګ پکې یو بل پولیس ټپی شوى هم و.