د افغانستان ملی دفاع وزارت په پلان کی لری، چې د کندهار ولایت د تخته پول ولسوالۍ د تور کوتل په سیمه کې یو حربی ښوونځى جوړ کړی. چارواکی وایی، چې یاد مرکز به په یو لک او یو جریب ځمکه کې د 162 ملیونه امریکایې ډالرو په لګښت جوړ شی، چې د امریکا د متحدو ایالاتو له خوا ورکول کیږی. د دغه پوځی مرکز د جوړېدنې د کار تړون د کندهار ولایت مقام د غونډو په تالار کې تر سره شوو، چې په کې د کندهار والی ترڅنګ د دولتی ادارو نظامی او ملکی استازو برخه درلوده. د کندهار والی توریالی ویسا وایی، چې په دغه مرکز کې به د جنوب او جنوب لویدیزې حوزې لپاره د ملی اردو سرتیری وروزل شی. بلخوا د وسله وال پوځ لومړی درستیز مرستیال ډګر جنرال محمداکرم وایی، چې د یاد مرکز کار به په 2014 کال کې پاى ته ورسیږی، چې په دې سره به دوى د امنیتی چارو اخیستلو ته پوره چمتوالى ولری. د نوموړی په وینا، کندهار ولایت کې د حربی ښوونځی په جوړېدو سره به د جنوب او جنوب لویدیزې حوزې د ملی اردو د سرتېرو په شمېر کې زیاتوالى راشی او کیفیت به یې هم لوړ شی.