Back
دولت دیو فیصد نشه یانو ددرملنې توان لری
Published: 1389/10/09 0:0News ID: 3366Source: ایرکا خبری آژانس

په نشه یی توکیو د روږدو کسانو شمېره په داسې حال کې مخ په ډېرېدو ده، چې دولت یې یواځې د یوه فیصد درملنې توان لری.
د نشه یی توکیو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند عبدالقیوم ثامروایی، چې دا مهال 920زره داسې نشه یان شته، چې جدی درملنې ته اړتیا لری.
خودهغه په وینا دولت یې یواځې د یوه فیصد معتادینو د تداوۍ امکانات لری.
د نوموړی دمعلوماتو له مخې، هر پنځه کاله وروسته دغه وزارت د نشه یانو د شمېرې معلومولو په موخه سروې کوی.
هغه وایی، چې په 2005 کې ددې وزارت له لوری تر سره شوې سروې، د ټولو نشه یانو شمېره یو میلیون وګړی ښیی.
هغه وایی، ډېر هغه کسان چې په نشه یی توکیو اخته دی، عمرونه یې د15نه تر 40 پورې دی.
که څه هم ثامر وایی، چې افغانستان د نړۍ 90 سلنه نشه یی توکی تولیدوی، چې له دې ډلې 5%یې خپله هېواد کې کارول کېږی، خو هغه د نشه یی توکیو په تولید کې نور هېوادونه هم پړ ګڼی.
سره له دې، چې د نشه یی توکیو پروړاندې د مبارزې وزارت وایی، چې په شاوخوا 20 ولایتونو کې د نشه یی توکیو کښت صفر شوى، خو اوس هم هېواد د نړۍ لومړى درجه د نشه یی توکیو تولیدوونکى دى