Back
حزب الله اجازه نه ورکوی اسرایل دحریری له وژلې استفاده وکړی
Published: 1389/10/13 0:0News ID: 3422Source: ایرکا خبری آژانس

دلبنان اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله یوه مقام ډاګینه کړه دغه غورځنګ به اجازه ورنکړی چې صهیونیسټ رژیم په 33 ورځنی جنګ کښې دخپلو هدفونو دتحقق لپاره درفیق حریری دټرور دمحکمې له حربې استفاده وکړی .
الانتقاد نیټ اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ دلبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله داجرای شورا نایب رییس نبیل قاووق دغه راز په لبنان کښې دحزب الله پرضد دیوې وسلې په توګه دحریری دټرور له محکمې داستفادې په ردولو کښې دلبنان د واحد دریځ دشتون په ضرورت ټینګار وکړ او هغه یې دلبنان دمشکلاتو دهرډول حل لپاره یوه غوښتنه وبلله .
قاووق زیاته کړه مونږ هوډمن یوو چې په لبنان کښې دروغ او ددوکې ورکولو ځنځیر مات شی داسې ځنځیر چې لبنان یې ګرو کړی دی او ددغه هیواد قدرت او ثبات وروستوی او له سوریې سره دلبنان اړیکې خرابوی .
امریکا او صهیونیسټ رژیم دلبنان دپخوانی لومړی وزیر رفیق حریری دټرور له محکمې په استفادې سره هڅه کوی داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د صهیونیسټ رژیم ضد څیرې دداغی کولو په ترڅ کښې لبنان داختلاف او ناامنۍ په لور بوځی .
دځینو معتبرو سندونو پراساس چې دروسیې اودناکو مجلې ایشوا کړی دی دلبنان پخوانی لومړی وزیر رفیق حریری د2005 میلادی کال په فرورۍ میاشت کښې دصهیونیسټ رژیم دبې پایلوټه الوتکو په توغندوی حملو کښې وژل شوی وو.