په کندهار ولایت کې د خصوصی امنیتی کمپنیو د منحل کېدو په په لړ کې دریو نورو کمپنیو 72 میله بېلابېلې وسلې د ډایاګ یا بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارلې. د کندهار امنیه قوماندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد رسنیو ته وویل، چې دغه درې کمپنۍ د عبدالحبیب شېرزی، ګلالی او ارغستان په نومونو وې او له یادو کمپنیو څخه یې 72 میله درنې اوسپکې وسلې ترلاسه کړی. د مجاهد په وینا: دا مهال یې ګڼ شمېر خصوصی امنیتی کمپنۍ بې وسلې کړی او ځینو ته یې وخت ورکړى، ترڅو په خپله خوښه دوى ته وسلې وسپاری. په کندهار کې د ډایاګ مسؤلین وایی، چې د هېواد په کچه کندهار دویم ولایت دى، چې په کې زیات شمېر خصوصی امنیتی کمپنیو خپلې وسلې ډایاګ ته سپارلی دی. د یادونې وړ ده، چې څو میاشتې وړاندې هم د لسو امنیتی کمپینو څخه 204 میله بېلابېلی درنې او سپکې وسلې د ډایاګ یا بې وسلو کولو پروګرام ته سپارلې وې.