ځایی چارواکو، د غزنی ولایت په ناهور ولسوالۍ کې د ایتلافی ځواکونو لخوا د چاڼیزو عملیاتو د ترسراوی خبر ورکړ. د ناهور ولسوال خدا داد حلیمی کلید ته وویل، چې دغه عملیات تېره شپه ایتلافی ځواکونو د ناهور ولسوالۍ په سوخته سیمه کې تر سره کړی او په پایله کې یې 3 ملکی وګړی وژل شوی دی. نوموړی زیاته کړه، چې په دغو دریو وژل شویو کسانو کې یو یې د دینی مدرسې زده کوونکى و. دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم ګډو ځواکونو د اندړو په ابراهیم زیو سیمه کې عملیات ترسره کړی وو، چې په هغې کې د دولت دوه مخالفین وژل شوی وو او یو شمېر وسلې یې یادو ځواکونو تر لاسه کړې وې.