افغانستان نن نوی پوځی عملیات پیل کړی . زمونږ خبریال وای دافغانستان دفاع وزارت نن وویل چې ددوې ځواکونو ددغه هیواد په ختیځ او جنوب کښې له نړیوالوځواکونو سره یوځاې دامید 2011 میلادی کال په نوم عملیات پیل کړی او زیاته یې کړه چې دغه عملیات ډیرپه جنوب او ختیځو ولایتو کښې ترسره کیږی . خارجی پوځیان چمتو کیږی چې په روان میلادی کښې دافغتانستان دامنیت دتامینولو مسولیت افغان ځواکونو ته وسپاری . دافغانستان ددفاع وزرات ویندی ظاهر عظیمی وویل دامید په نامه اتلس میاشتنی پوځی عملیات ددې لپاره ترسره کیږی چې دځای حکومت لپاره دزمینې برابرول دی چې په پراختیای پروژو کارونه وکړی . بل خبر داچې خارجی پوځیانو په وردک ولایت کښې دشپې په مهال دعملیاتو په وخت دوه ملکی خلک ووژل . دغه حمله دوردک ولایت په ادم خیل سیمه کښې شوی ده او ناټو وایی چې وژل شوی کسان طالبان وو. دغه راز پرون هم په اورزګان ولایت کښې هم په یوه سړک غاړی ته بم چاودنې کښې درې کسان وژل شوی چې یو یې دخواړو دنړیوال پروګرام کارکونکی وو. په افغانستان کښې نن هم دناټو یو پوځی ووژل شول .