Back
دافغانستان په قندوز کښې 15 طالبان وژل شوی
Published: 1389/10/20 0:0News ID: 3512Source: ایرکا خبری آژانس

دافغانستان په قندوز ولایت کښې دخارجی پوځیانو او د افغان ملی پوځ عسکرو په ګډو عملیاتو کښې کابو پینځلس طالبان وژل شوی .
زمونږ خبریال وای دافغانستان دقندوز ولایت دپولیسو مشر عبدالرحمان سیدخیلی نن وویل چې په دغو ګډو عملیاتو کښې چې تر دریو ساعتونو پورې یې دوام درلود په خان اباد سیمه کښې د مولوی ظاهر په نوم دطالبانو ډلې یو ځای قوماندان هم وژل شوی .
هغه وویل دغه عملیات دالوتکو په ملاتړ سره دقندوز ولایت په دشت ارچی سیمه کښی په شاه روان کلی کښې شوی دی .
په افغانستان کښې ناټو موسسې کښې هم په یوې بیانیې کښې ویلی چې دافغانستان په قندوز ولایت کښې دملی پوځ له عسکرو سره په ګډو عملیاتو کښې دطالبانو څه دپاسه لس کسان وژل شوی دی او دوه نور نیول شوی هم دی .
په قندوز ولایت کښې چې دافغانستان په اراموسیمو کښې ګڼل کیږی دتیر میلادی کال له لومړیو څخه دطالبانو فعالیتونه زیات شوی دی .