Back
په افغانستان کښې به روان کال ډیرې وینې توې شی
Published: 1389/10/23 0:0News ID: 3546Source: ایرکا خبری آژانس

په افغانستان کښې به روان کال ډیرې وینې توې شی .
زمونږ خبریال وای دامریکا دپوځ لوی درستیز مایکل مولین نن وویل چې دې فکر کوی چې په افغانستان کښې به روان میلادی کال ډیرې وینې توې شی .
دامریکا دپوځ لوی درستیز مایکل مولین له خارجی خبریالانو سره په خبرو کښې زیاته کړه داخبره باید ومنو چې په افغانستان کښې مشکل شته خو مونږ باید په راتلونکو میاشتو کښې دډیر تاوتریخوالی او ډیرې وژلې لپاره ځانونه تیار کړو .
هغه وویل په افغانستان کښې تاوتریخوالی به ددغه هیواد په بیلابیلو برخو کښې دتیر میلادی کال په نسبت روان میلادی کال ډیر خونړی وی .
دامریکا دپوځ لوی درستیز وویل امریکا له اته څلویښت ائتلافیانو او افغان پوځیانو سره یوځاې په تیر میلادی کال کښې دطالبانو ډلې پرضد بریاوې لرلی دی خو زیاته یې کړه مونږ پوهیږو چې دطالبانو پرضد دغه بریاوې چې مونږ لاس ته راوړی دی ډیرې کمې او ماتیدونکی دی .
هغه وویل چې دطالبانو مشران له مینځه وړل شوی یا دافغانستان په جنوب ولایت قندهار او جنوب لویدیځ کښې په هلمند ولایت کښې له خپلو پناه ځایونو شړل شوی دی .
دامریکا دغه مسول وویل طالبان له هغو سیمو چې خلک پکښې وسیږی شړل شوی او خلک هغوې ته دپناه له ورکولو ډډه کوی او طالبان خپل مشران له لاسه ورکوی .
هغه وویل دافغانستان ځای خلکو دطالبانو خطرناک تاکتیکونه رد کړی دی .
دامریکا دپوځ لوی درستیز وویل زه ډاډمن یم چې دغه کار به دوام ولری اوطالبان له مینځه لاړ شی او ائتلافی ځواکونه او افغان پوځیان خپل شتون پیاوړی کړی او خپل دباو زیات کړی .
هغه وویل امریکا به روان میلادی کال له افغانستان څخه دعسکرو ایستل پیل کړی خو دغه کار به مشروط وی .
هغه په افغانستان کښې دامریکا دعسکرو دشمیر دکمولو په هکله دقیق اطلاعات ورنکړل .
دویلو ده چې په افغانستان کښې دامریکا او نورو اروپای هیوادونو دیولک پنځوس زرو پوځیانو له شتون سره سره ددغه هیواد امنیت یوازی ښه شوی نه دی بلکې نور هم پسې خراب شوی دی .