Back
ایران وای افغانستان باید په سفارت دتیری عوامل ونیسی
Published: 1389/10/24 0:0News ID: 3563Source: ایرکا خبری آژانس

په افغانستان کښې دایران داسلامی جمهوریت سفارت خبرداری ورکړ که چیرې د ددغه هیوادحکومت دایران په سفارت دتیری دعواملو په هکله اقدام ونکړی نو احتمال شته چې ایران له افغانستان سره په یو شمیر مسایلو کښې بیا کتنه وکړی .
زمونږ خبریال وای دافغانستان دصدای افغان خبری اژانس مشر سید عیسی حسینی مزاری دایران داسلامی جمهوریت پرضد دمظاهرو لړۍ ته په اشارې سره چې د یو لږ شمیر کسانو لخوا په کابل کښې ترسره شوی دی وویل له بده مرغه له هغه وخت راهسې چې لویدیځ پوځیان په تیره بیا امریکای عسکر افغانستان ته تللی دی دهغواصلی ستراتژۍ داده چې دایران داسلامی جمهوریت او دافغانستان خلک او حکومت له یوبل څخه لیرې کړی .
دغه ستراتژۍ ته درسیدا لپاره لویدیځو هیوادونو تراوسه له بیلابیلو تاکتیکونو استفاده کړی ده .
داپه داسې حال کښې دی چې ایران په افغانستان کښې دامریکا په چورلیزې رول اعتراف سره په افغانستان کښې خپل جدی شتون لرلی دی او دافغانستان دثبات او امنیت دتامینولو او دبیا ابادونې په چارو کښې یې اغیزشیندونکی مرستې هم کړی دی .
خو امریکا ته اړونده لویدیځو عواملو تل خنډونه رامینځته کړی دی او له بده مرغه په تیرو نهو کلونو کښې دمغرضینو مخه نه ده نیول شوی او دغه چاره ددې سبب شوه چې روان لمریز کال دافغانستان او ایران ترمینځ له تاوتریخوالی د ډک کال کتونکی ووسو چې ددغه کار شاته امریکا او لویدیځ هیوادونه دی .
دافغانستان دصدای افغان غږ خبری اژانس مشر سید عیسی حسینی مزاری ددغه دسیسې څو موردونو ته په اشارې سره وویل څو میاشتې وړاندې دامریکا جاسوۍ ادارې سی ای ای ته اړونده ځینو ټیلی ویژن چینلونو له دروغو ډک خبرونه خپاره کړل چې په ایران کښې ګڼ شمیر افغان ښاریز پانسی کړی شوی دی .
دامریکا جاسوسۍ ادارې سی ای ای ته اړونده دغو ټیلی ویژن چینلونو ورپسې له دروغو ډک یو فیلم خپور کړ چې پکښې په ایران کښې یوه ټرافیکی پیښه داسې ښودل شوی وه چې دغه ټیلی ویژن چینلونه ووی چې دټرافیکی پیښې وژل شوی کسان دایران پولیسو وژلی دی .
دټرافیکی پیښې وژل شوی کسان په یوه پاخه سړک پرته ښودل شوی وو حال داچې دافغانستان سرحد ته نږدې هیڅ پوخ سړک نشته .
نوی مورد هم دافغانستان دسونګو ټرانزیټی تانکرونه دی چې دایران له خاورې افغانستان ته ورځی .
له بده مرغه دافغانستان حکومت ښه پوهیږی چې دایران اسلامی جمهوریت دافغانستان خلکو ته دسونګو د ورتلو مخه نه ده نیولی او یوازې یې دهغو سونګو مخه نیولی ده چې ایران پوه شوی چې دایران له خاورې په افغانستان کښې دناټو پوځیانو لپاره ورځی .
د افغانستان دصدای افغان خبری اژانس مشر حسینی مزاری بیا وای ایران حق لری دهغو سونګو مخه ونیسی چې دافغانستان خلکو ته نه بلکې دناټو پوځیانو ته دایران له لارې ټرانزیټ کیږی .
ځکه چې دافغانستان دخلکو لپاره دسونګو دتلو اندازه معلومه وه اوده او په یوه وار څرنګه دایران له لارې نولس سوه ټانګرونه چې پیټرول پکښې بار وو ټرانزیټ کیدلا شی .
دغه چاره ددې ښودنه کوی چې افغانستان ته له خپلې اندازې زیات ټرانزیټ کیدونکی سونګ دناټو او امریکا دعسکرو لپاره وو چې ځینو افغانانو له عراق څخه دایران له لارې افغانستان ته وړل .
حسینی مزاری دایران پرضد دمظاهرو او پروپاګنډو پرضد دولسمشر کرزی دحکومت دچپتیا په باره کښې وویل که څه هم دکرزی په حکومت کښې زړه سواندی کسان شته چې په خپله کرزی هخ دایران په هکله هیڅ بد نیت نلری خو دامریکا او لویدیځ ځواکونه او سفیران تر دومره حده دافغانستان په حکومتی ادارو کښې نفوذ لری چې کرزی او نور افغان مسولان نشی کولای دهغوې پرضد دریځ غوره کړی .
دافغانستان دصدای افغان خبری اژانس مشر حسینی مزاری په افغانستان کښې دامریکا ددایمی اډو دجوړولو بحث ته په اشارې سره وویل دافغانستان او ایران ترمینځ دجنجال درامینځته کولو یو هدف دا دی چې امریکا غواړی دایران او افغانستان ترمینځ دتفرقې په رامینځته کولو سره دافغانستان خلک په خپل هیواد کښې دامریکا ددایمی پوځی اډو دجوړولو په ارتباط دیوې اوږدمهاله موافقې لاسلیک کولو ته مجبوره کړی .
دویلو ده چې په افغانستان کښې دایران داسلامی جمهوریت دسفارت سلاکار او ویندوی ښاغلی جاویدان هم په دې زمینه کښې له تهران راډیو پښتو خپرونې سره په مرکه کښې له هغو یو شمیر معلو مو کسانو سره چې کله نه کله په کابل کښې دایران دسفارت مخه ته مظاهرې کوی دافغانستان دحکومت په نه چلند خواشینې څرګندولو سره وویل په داسې حال کښې چې هره ورځ په متوسطه توګه له ایران څخه یو اعشاریه پینځه میلیونه لیټره پیټرول افغانستان ته انتقال کیږی او د افغانستان مسولان هم له دې خبرې خبر دی.
له دې سره سره یو شمیر غرضناک خلک غواړی دځینو هیوادونو په لمسولو سره چې نه غواړی دایران او افغانستان اړیکې ښې وی دایران پرضد مظاهرې کوی .
په کابل کښې دایران دسفارت ویندوی وویل دافغانستان له حکومته زمونږ ګله داده چې په دې خبرې پوهیدا سره سره چې دغه مظاهرې مغرضانه دی نو په دغو شرایطو کښې په کوم اساس هغو ته دمظاهرو دترسره کولو اجازه ورکوی .
په کابل کښې دایران دسفارت ویندوی دافغانستان حکومت ته دخبرداری په ترڅ کښې وویل چې دپرون ورځې دشکمن حرکت داصلی عواملو دنه پیژندلو یا نیولو په بڼه کښې احتمال شته چې دایران اسلامی جمهوریت افغانستان ته په تلونکو سونګو یا په ځینو نورو مسایلو کښې بیا کتنه وکړی .
هغه وویل دایران ځینې خلک په کابل کښې دایران په سفارت دتیری په هکله حساسیت ښیی او ممکنه ده چې دایران خلک په تهران کښې دایران دکورنیو چارو وزارت او په تهران کښې دافغانستان دسفارت مخ ته مظاهرې وکړی .
په کابل کښې دایران دسفارت ویندوی ووزیل مکمنه ده چې دایران خلک دایران داسلامی جمهوریت له خلکو وغواړی چې افغان کډوال له ایرانه وباسی چې دغه کار به دافغانانو په تاوان وی .
په کابل کښې دایران دسفارت ویندوی او سلاکار جاویدان بیا په کابل کښې دایران دمحصیلینو سپکاوی ته په اشارې سره وویل دایران یو شمیر معلمان ماموریت لری چې په کابل کښې دافغانستان معلمانو ته روزنه ورکړی خو له بده مرغه په کابل کښې دایران دمعلمانو سپکاوی شوی دی او و هل شوی هم دی .
په کابل کښې دایران دغو معلمانو پرون خپلو کلاسونو ته له تلو ډډه کړی وه او هغوې غواړی ایران ته بیرته راستانه شی .
په کابل کښې دایران دسفارت دغه ویندوی وویل ایا دغه کار د افغانستان په تاوان دی یا دایران په تاوان دی .
هغه وویل مونږ په دې هکله دافغانستان د حکومت دجدی اقداماتو په تمه یوو .