جرمنی خبری آژانس راپورورکړ دهغو لکونوحسینی ویرجنو په لاره کې په نننیو دوو بم چاودنو کې چې د حسینی اربعین د کلیزې د لمانځلو لپاره د کربلا سپیڅلی ښار ته پلی روان دی دولس کسان شهیدان او 32 نور ژوبل شول . وروستی رارسیدلی راپورونه ددې ښودنه کوی چې د کربلا د حماسې د شهیدانو د څلویښتۍ دکلیزې د لمانځلو لپاره کربلا ته کابو لس میلیون حسینی عزادار رسیدلی او سبا به په ولولناک ډول او پرتم سره د امام حسین علیه سلام او د هغه بزرګوار د وفادارو ملګرو د شهادت د څلویښتۍ دستورې ولمانځی .