دپاکستان په مختلفو ښارونو کښې نن دشهیدانو دسلار حضرت ابا عبدالله الحسین علیه السلام داربعین دستورې وشوې . ایرکا خبری اژانس وای دپاکستان په بیلابیلو ښارونو کښې دشیعه مسلمانانو جوماتونه او امامباړې نن دشهیدانو دسلار حضرت امام حسین علیه السلام دویر په وجه دحسینی عزادارانو کوربه وې او ویرجنوخلکو په ځنځیرونو او سینې وهلو سره دعاشورا حماسه له امام حسین سره دارادت او مینې په څرګندولوسره ولمانځله . دامام حسین علیه السلام مینه والو او عاشقانو دپاکستان په اسلام اباد، قبایلی سیمې پاره چنار ، کراچۍ ، لاهور ، پیښور، ملتان، کویټه او نورو ډیرو سیمو کښې دکربلا دشهیدانو دسلار او دهغه دوفاداره ملګرو دشهادت په مناسبت مرثیې ولوستلې او ویناوالو دامام حسین علیه السلام دپاڅون فلسفه او دعاشورا پیښه بیان کړه . په پاکستان کښې هستوګنه ایرانیانو هم په اسلام اباد او نورو ښارونو کښې دحسینی اربعین په مناسبت دایران داسلامی جمهوریت په کلتوری مرکزونو کښې په شتون سره دشهیدانو دسلار حضرت امام حسین علیه السلام دویر دستورې ترسره کړې .