Back
د اخوان المسلیمن مشر وویل، مصریان، د حسنې مبارک تر ګوښه کیدا پورې مقاومت کوی
Published: 1389/11/16 0:0News ID: 3865Source: ایرکا خبری آژانس

محمد مهدی عاکف نن له العالم تلویزیون سره په خبرو کې وویل، دمصر ملت له دې چې ورتیر شو چې څه شرایط لری، د حسنې مبارک په ګوښه کیدا ټینکارکوی ، او هغه رودې چې مبارک ا و ګوند یې په قدرت کې دپاتې کیدا لپاره غوره کړی، نور کارندوالی نلری.
هغه دمبارک ددې خبرې په مقابل کې چې ویلی یې دی، که لاړشی، نو په مصر کې به ګډوډی رامنځته شی وویل، دا یواځې دروغ دی.
کله چې دحسنې مبارک پوځیانو پخپله له ښارونو ګوښه شول چې ګډوډۍ پراخې شی نو خلکو پخپله له ګډوډۍ مخنیوی وکړ.
هغه زیاته کړه دمصر خلکو اوس اخوان المسلمین پیژنلی او دغه ډله د ملت یوه برخه ده.
په عین حال کې اخوان المسلمین په یوې بیانیې کې وویل، اخوان المسلمین قدرت غواړی نه دی، او ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره هیڅ کاندید نه معرفی کوی.
دې ډلې وویل، دوی اسلامی جوړښت دی چې یواځې د سیاسی ، ټولنیز او اقتصادی اصلاحاتو، او دخلکو د حقوقو د تحقق لپاره سوله ایزې هڅې کوی.
همداراز خبر وایی چې مظاهره کونکو نن دواکمنۍ له لوری د خبر و اترو دوړاندیز په ردولو سره وویل، خلک دمبارک تر ګوښه کیدا پورې له هیڅ چاه سره خبرې اترې نکوی .
د مظاهره کونکو ټول له تیره شپه تر اوسه پورې په التحریرمیدان کې شتون لری.
بل خبر هم وایی چې د مصر د خزانې وزیر سمیر رادوان چې نوی په دې مقام کې ټاکل شوی، د مصری مظاهره کونکو او خبریالانو په مقابل کې د حکومتی ځواکونو د تاوترخجن چلند له کبله بخښنه وغوښتله.