Back
په هلمند کې یوښوونځى په بمونووالوځول شو
Published: 1389/11/18 0:0News ID: 3902Source: ایرکا خبری آژانس

یو ه ښونځی چی ویل کیږی دداکتر نجیب الله په وخت دهلمند دولایت په عینک ولسوالی کی جوړه شوی وه دنامعلومو کسانو له خوا په بمونو والوځول شو اودده ګڼ شمیر زده کونکی دپوهی له نعمت څخه بی برخی کړی.
ددې ولایت د پوهنې چارواکی ددې ښوونځی د نړولوپړه ددولت پروسلوالومخالفینو وراچوی خود دولت وسلوال مخالفین دا تورونه په کلکه ردوی.
دغه ښوونځى شاوخوا26کاله وړاندې د وخت د حکومت لخوا جوړشوى و اودامهال پکې سلگونونارینه زده کوونکو زده کړه کوله.
دسیمې اوسیدونکی وایی چې د یکشنبې په شپه یې دبمونوغږ واورید کله چې راووتل ښونځى په بمونوالوځول شوى و اودا مهال هغه سلگونه زده کوونکی د زده کړې له نعمت څخه محروم شول چې په لیوالتیابه یې پکې زده کړې کولې.
د دی ښوونځی څو تنه ښا کردان سید اغا نور جان وایی ده په همدې ښوونځی کې زده کړه کوله او غوښتنه کوی چې بیرته ېی جوړکړی.
ده وویل دلته ټول د بزگرو، خوار، مسکین اوغریب خلک ژوند کوی اوددوى اولادونوپکې زده کړې کولې دخانانوزامنودلته زده کړې نه کولې.
بل پلود هلمند ولایت د پوهنې سلاکارمحمد قاسم ددې ښوونځی د نړولو پړه پروسلوالوطالبانواچوی اووایی چې دیارلس خونې یې درلودې اوهره ورځ پکې 350 زده کوونکوزده کړې کولې.
محمد قاسم وایی: ((دلته یوگروپ طالبان شته د هغوى کاردى حتما هغه کسان پکې ښکیل دی چې له دولت سره مخالفت لری نه غواړی چې ښوونځی فعاله اودرس پکښی وویل سی.))
ددې ولایت د پوهنې چارواکی د سیمې له اوسیدونکوغوښتنه کوی چې د ښوونځیوپه ساتلوکې دوى مرسته وکړی اوچاته اجازه ورنه کړی چې ښوونځی یې یا وسوځوی اویایې په بمونووالوځوی.
خوپه دې اړه د وسلوالوطالبانوویاند قاری یوسف احمدی وایی چې ددې ښوونځی په نړولوکې ددوى ملگری لاس نه لری اونه هم چاته اجازه ورکوی چې د زده کړې مخه ونیسی.
داپه داسې حال کې ده چې شاوخوایوه میاشت وړاندې ددې ښوونځی سرښوونکى هم دنامعلوموکسانولخوا وژل شوى و.