ایرکا خبري آژانس راپور ورکړ، دافغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي نن په کابل کې په مطبوعاتي کنفرانس کې وویل نړیواله ټولنه دې دافغانستان د ګټو په اساس له مونږ سره مرسته وکړي،نه د خپلو بریالیتوبونو په اساس. دافغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي وویل، د افغان حکومت دادارو او مقاماتو امنیت باید د افغان ځواکونو له لوري تامین شي، خو که امنیت یې بهرنیان تامین کړي نو رواوالی یې تر پوښتنې لاندې راځي. هغه زیاته کړه، مونږ غواړو چې له ځنډه پرته امنیتي مسولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي. هغه زیاته کړه ما په میونیخ کنفرانس کې هم له نړیوالو خارجي مقاماتو سره په خبرو کې ترې وغوښتل چې په خپلو ژمنو دې عمل وکړي او هغه ستونزې یې چې د خلکو اوحکومت تر منځ خنډ رامنځته کړی، په جدیت سره له منځه یوسي. ښاغلي کرزي زیاته کړه دخارجي ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان هیڅکله په جنګ کې نه ښکیلیږي، ځکه چې زمونږ امنیتي ځواکونه په پیاوړتیا او روحیې سره دوطن دفاع کوي. هغه وویل، دا چې که خارجي ځواکونه له افغانستانه واوځي نو په جنګ کې به ښکیل شو ، دا د خارجیانو تبلیغات دي. ښاغلي کرزي د افغانستان او امریکا د اختلافاتو په اړه دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل، مونږ دواړه هیوادونه لس کاله وړاندې د ترهه ګرۍ دنابودولو لپاره موافقه کړې خو طبیعي ده چې په ځينو چارو کې زمونږ ګټي سره یو نه دي. هغه دایران په اړه هم وویل، ایران زمونږ ښه دوست او ګاونډی دی ، او افغانستان نه دی نیول شوی چې دامریکا له لوري ایران وګواښل شي، داسې نه ده او مونږ هم امریکا ته ویلي دي چې ایران زمونږ داسې ګاونډی دی چې ورسره د ورورګلوۍ مناسبات او تاریخي مخینه لرو. ښاغلي کرزي وویل، امریکا هم زمونږ دغه خبرې درک کړي دي. ښاغلي ولسمشر وویل، په ځينو نورو مسلو ، د ملکیانو د مرګ ژوبلې، له مخالفو ډلو سره د مقابلې او د ځنګلونو د غوڅولو په شمول په ځينو نورو مسلو کې هم له امریکا سره اختلاف لرو. خبر وايي چې حامد کرزي زیاته کړه خلکو ولسمشر ته رایه ورکړې ده او دولسمشر دنده، له خپلې خاورې او دملت دګټو دفاع ده.