دافغانستان د پارلمان دمشر دټاکلو لپاره په دې ادارې کې نن هم رایې واچول شوې خو یوه هم لازمې رایې ترلاسه نکړې. نن په رایې اخستلو کې ، یو امان الله پیمان او عبدالقیوم سجادی ونه توانېدل ،چې 50+1 ٪ رایې ترلاسه کړی. نن هر یو،عبدالقیوم سجادی 78، امان الله پیمان 69 رایې ترلاسه کړې . 40 هم سپینې رایې وې او 39 رایې بیاهم باطلې وې. همداراز 14 وکیلان هم غیر حاضر وو. نن به یو شمېر نور وکیلان ځانونه دپارلمان درېاست لپاره کاندیدوی او دشنبې په ورځ به بیا رایې واخستل شی.