مفکره الاسلام انټرنټی سایټ وویل، عمر سلیمان په مصر کې د شرایطو په عادی کیدا ټینکار وکړ او د حسنې مبارک ایستل یې هم رد کړل. هغه زیاته کړه حسنې مبارک نه غواړی چه ځان یا خپل زوی د ولسمشرۍ لپاه کاندید کړی او د ولسمشرۍ دپړاو تر پایه پورې په مصر کې پاتې کیږی. همداراز په ملګرو ملتونوکې دمصر استازی ماجد عبدالعزیز وویل، د ولسمشر مرستیال عمر سلیمان د اصلاحاتو لپاره چمتووالی لری. او حکومت به اصلاحاتو ته دوام ورکړی. بل خبر هم وایی ،حسنې مبارک د قدرت د سوله ایز انتقال لپاره یوه کمیټه جوړه کړه. د قاهرې په شمول دمصر بیلابیل ښارونه بیا هم دخلکو دستر لاریونو شاهد دی. خلک اوس هم د مظاهرو په دریمې ا ونۍ کې د حسنې مبارک د ګوښه کیدا غوښتنه کوی. جرمنی خبری آژانس هم راپور ورکړ، دغه هیواد به په زیات احتمال سره د حسنې مبارک دجلاوطنۍ ځای وی. د لبنان وال خبری آژانس راپور ورکړ،د حسنې مبارک مرستال عمر سلیمان له هغه سره له کتنې وروسته په خبری کنفرانس کې وویل، د قدرت د سوله ایز انتقال لپاره مهال ویش برابر شوی دی. هغه وویل مبارک د په یوه حکم سره د داساسی قانون د اصلاحاتو لپاره د یوې کمیټې دجوړولو غوښتنه کړې ، او ویلی یې دی چې یولس مصری قاضی پکې ګډون ولری. ټایمز ورځپاڼې هم ولیکل چې دمصر حکومت د وخت په ضایع کولو بوخت دی. دبشری حقوقو ادارې ویلی دی چې په مصر کې په مظاهرو کې تر اوسه پورې 300 تنه وژل شوی دی. په عین حال کې د مصر طبی سرچینو د مړو دقیق شمیر نه دی خپور کړی.