Back
دافغانستان یوولسوال په ځان وژونکې حملې کې ووژل شو
Published: 1389/11/21 0:0News ID: 3975Source: ایرکا خبری آژانس

زمونږ خبریال راپور راکړ،افغان رسنیو ویلی،د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوال عبدالواحد عمر خېل د ګاډی په وړاندې ځان وژونکې حمله وشوه چې پکې هغه له دوو تنو سره ووژل شو.
دکندوز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالرحمن اقتاش هم رسنیو ته ویلی چې دغه برید نن 12 بجې ، د ولسوالۍ دننه وشو.
دکندوز د والی مرستیال حمید الله دانش وایی ، چې ځانمرګى برید کوونکى د ولسوال دفتر ته ننوتى او له ځان سره چاودیدونکی مواد یې چاودولی دی.
هغه زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې پنځه تنه نور ټپیان شوی دی دانش وویل، د پیښې قربانیا پولیس او ملکیان دی خو بشپړ جزیات یې نه دی روښانه کړی.
د چهاردرې پر ولسوال د روان کال د لیندۍ په 28 مه،هم د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې وه او ترې روغ وتلى و ، خو یو ساتونکى یې ټپی شوى و.
هغه ویلی یې و، چې طالبانو دغه کار دهغه د وژلو لپاره کړى و او طالبانو یې هم مسوولیت په غاړه اخیستى و.