د ننګرهار لسګونه دینی عالمانو نن د یوې احتجاجی راټولیدنې پرمهال په دې ولایت کې د بهرنیانو ځواکونو د ټولو خپلسرو او په ځانګړې توګه پردینی عالمانو او مدرسو د عملیاتو د پاى ته رسېدو غوښتنه وکړه. دوى چې د ولایتی شورا یوشمېر غړی او د حج او اوقافو رېس هم ورسره ول،د جلال اباد شاهی ماڼۍ ته په ورننوتو سره د ننګرهارله والی وغوښتل چې بهرنی ځواکونه دې د دوى له غوښتنو خبر او عملی کېدو ته یې اړباسی. د دې دینی عالمانو په استازیتوب یوه تن خبریالانو ته وویل چې که د بهرنیو ځواکونو خپلسری عملیات پاى ته ونه رسیږی،دوى به د مصر او تونس د خلکو په شان د لاریونونو په کولو سره د حکومت او بهرنیو ځواکونو پروړاندې کلک غبرګون وښیی. د ننګرهار د والی ویاند احمدضیاعبدالزی کلید ته وویل چې والی ته مخکې هم دینی عالمانو خپلې ورته غوښتنې سپارلې وې چې د پوره کېدو هڅې یې شوی او بیابه هم د دوى غوښتنو ته جدی پاملرنه کېږی. دینی عالمان په ننګرهارکې د بهرنیو ځواکونو د خپلسروعملیاتو پاى ته رسېدل پرداسې مهال غواړی چې تېره اونۍ هم د دې ولایت په پچېراګام ولسوالۍ کې یو دینی عالم بهرنیو ځواکونو له څو مېلمنو سره یې څو ورځې بندکې وساته چې وروسته د همدې دینی عالمانو او ننګرهارولایتی شورا په هڅو راپرېښودل شول.