Back
دیووالی اونۍ دې په ټولو مسلمانانو مبارکه وی
Published: 1389/11/27 0:0News ID: 4072Source: ایرکا خبری آژانس

نن د ربیع الاول 12 د اهل سنت په روایت د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد ص د زوکړې مبارکه ورځ ده.
اهل سنت د ربیع الاول 12 د هغه حضرت د زوکړې په مناسبت لمانځی .
شیعیان هم باوری دی چې داسلام ستر پیغمبر د ربیع الاول په 17 سترګې نړۍ ته رڼې او دنیا ته یې یوځل بیا رڼا وبخښله.
په دې توګه د اسلامی انقلاب بنسټګر حضرت امام خمینی ره د دغو نیټو تر منځ واټن، د مسلمانانو د یووالی په نامه ونوموه.
حضرت امام خمینی ره د شیعیه او سنی مسلمانانو تر مینځ د تفرقې دمخنیوی او د ټولو مسلمانانو تر مینځ د یووالی او سرلوړۍ لپاره دغه وچت اقدام وکړاو د مسلمانانو په یووالی یې ټینګاروکړ.
دیووالی په اونۍ کې په اسلامی ایران کې دجشنونو بیلابیل مراسم جوړیږی ،همداراز په ټولو اسلامی هیوادونو کې هم په دې مناسبت جشنونه اومراسم ترسره کیږی.
ایرکا خبری آژانس، په مناسبت ټولو مسلمانانو ته مبارکی وایی.