اسوشیټد پرس راپور ورکړ، د پاکستان پخوانی خارجه وزیر نن په د غه هیواد کې د ریموند دیویس دمسلې په سر داختلاف درامنځته کیدا خبر ورکړ.یوه پاکستانی مسول چې دنه یې غوښتل نوم یې ایشوا شی، اسوشیتد پرس ته ویلی دی، اسلام آباد نیت لری چې څو ورځې وروسته په یوې محکمې کې ووایی چې دیویس یو دیپلمات دی او قضایی مصونیت لری.له دی وروسته چې امریکایی سناتور،جان کېری د پاکستان د بهرنیو چارو له پخوانی وزیر شاه محمود قریشی سره وکتل ، قریشی یوه خبری کنفرانس ته وویل چې ددغه امر یکایی ریمونډ ډیوېس مسأله اوس د پاکستان لپاره د عزت او حیثیت موضوع ګرځېدلې ده . ده وویل ، چې جان کېری د پاکستان دوست دی او د پاکستان په اړه ښه نظر لری.قریشی د ځان په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل ، چې په تېرو دریو کلو کې ده د پاکستان او امریکې د اړیکو د ښېګڼې لپاره دېر کار کړی دی . د جنوری په 28 نېټه امریکایی ښاریز ریمونډ ډیوېس په لاهور کې دوه تنه پاکستانیان ووژل . ډیوېس اوس د پاکستان په زندان کې پروت دی ، خو امریکا وایی چې نوموړی دېپلوماتیک مصوونیت لری او باید خوشې شی. همدا مسأله د پاکستان او امریکې تر منځ د روابطو د سخت خرابیداسبب شوې .