Back
مایک مولن: په افغانستان کې به جګړې سختې شی
Published: 1389/11/28 0:0News ID: 4086Source: ایرکا خبری آژانس

د امریکا یو جګ پوړی پوځی مقام وایی، په افغانستان کې به روان میلادی کال نښتې له تېرکاله، چې اوج ته ورسېدې نورې هم زیاتې شی.
د امریکا لوی درستیز ادمیرل مایک مولن دا وړاندوینه په داسې وخت کې کوی چې واشنګټن ژمنه کړې ده چې را روان اوړی به له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو بهیر پیلوی.
مایک مولن د امریکا د استازېو جرګې پوځی کمېټې ته په یوه استولی بیان کې څرګنده کړه، چې ددوى له اټکل سره سم به په دوه زره یولسم کال کې تر تیرکال نښتې زیاتې شی.
امیرالبحر مولن په دې برخه کې دې ته اشاره نه ده کړې، چې د جګړو له ډیرېدو سره به د امریکایی پوځیانو تلفات هم ډیر شی که نه
د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما په دوه زره نهم کال کې افغانستان ته د دیرش زره اضافی امریکایی عسکرو د استولو پریکړه وکړه څو پر طالبانو فشار زیات شی او دې ته زمینه برابره شی چې امریکایی پوځیان له افغانستانه د دوه زره یولسم کال له جولاى څخه وتل پیل کړی.
مایک مولن په خپل بیان کې چې د استازېو جرګې پوځی کمېټې ته یې استولی دی دا هم ویلې دی چې د طالبانو پرضد پرمختګونه شوی دی خو دا هڅې په افغانستان کې د کمزوری حکومت او د بیا رغاونې په برخه کې د کمزور و هڅو تر سیوری لاندې راغلی دی.