Back
څلویښت طالبان دافغانستان له حکومت سره یوځای شوی
Published: 1389/11/28 0:0News ID: 4096Source: ایرکا خبری آژانس

دافغانستان په شمال کښې څلویښتو طالبانو خپلې وسلې حکومت ته سپارلی او له حکومتی پوځیانو سره یوځای شوی دی .
ایرنا خبری اژانس وای دافغانستان په شمال کښې دسرپل ولا یت ځای مقاماتو وویل دطالبانو ډلې ددوو مشرانو مولوی نادر او ملا ابوبکر په شمول څلویښت طالبانو نن خپل وسلې حکومت ته وسپارلې او له حکومت سره یوځاې شول .
شمیرنې وای چې دروان کال له لومړیو څخه تراوسه څه دپاسه 450 طالبان له دغه ډلې وتلی او له حکومت سره یوځای شوی دی .
دغه راز دافغانستان دملی امنیت سلاکار شیدا ابدالی هم پرون دخبرواترو لپاره دطالبانو دځینو مشرانو دګروهنې خبرې ورکړی وو خو دملګروملتونو تور فهرست یې چې دطالبانو دځینو مشرانو نومونه پکښې شته دسولې دخبرواترو دبهیر دپرمختګ خنډ بللی وو .
دملګروملتونو امنیت شورا دافغانستان دحکومت دغوښتنې په ځواب کښې له تور فهرسته دطالبانو دپنځوسو مشرانو نومونه حذف کړی دی .
دافغانستان حکومت په وورستیو کلونو کښې له طالبانو سره دخبرواترو لپاره زیاتې هڅې کړی دی چې دسولې دمشورتی شورا او دسولې دلوړې شورا جوړول ددغو هڅو یوه مهمه بیلګه ګڼل کیږی .