Back
ځانمرګی برید 26 تنو ته مرګ ژوبله واړوله
Published: 1389/12/05 0:0News ID: 4161Source: ایرکا خبری آژانس

نن سهار یولس بجې او لس دقیقې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په بازار کې د وېش او چمن ترمنځ پر لاره په یوه ځانمرګی برید کې 26 تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د سپین بولدک امنیه قوماندان سلطان محمد کلید ته وویل: پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د ملی امنیت ځواکونو د یاد بریدګر د نیولو هڅه وکړه.
دهغه په وینا: دوى د ځانمرګی بریدګر په اړه څلور ورځی وړاندې معلومات درلودل.
هغه زیاته کړه، چې دغه برید د یوه موټر پر مټ ترسره شوى، چې د ملی امنیت څلور کارکوونکی په کې وژل شوی او د 21 تنو ملکی وګړو په ګډون د ملی امنیت یو سرتیرى پکې ژوبل شوی دی.
بلخوا د سرحدی ځواکونو درستیزال جنرال عبدالرزاق وایی، چې په پېښه کې 16 تنه ملکی وګړی، شپږ سرحدی پولیس او دوه تنه د ملی امنیت کارکوونکی ژوبل شوی دی.
د دې پېښی په اړه تراوسه لا د دولت وسله والو مخالفینو څه نه دی ویلی.
د یادونې وړ ده، چې یوه میاشت وړاندې هم په دې سرحدی ولسوالۍ کې د یوه ځانمرګی برید له امله 29 تنو ته مرګ ژوبله اوښتی وه.