
ټاکل شوې ده، د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د بریتانیې د صدراعظم په بلنه سبا لندن ته سفر وکړی.
د ولسمشرکرزی د ویاند مرستیال احمد ضیا سیامک ازادۍ راډیو ته وویل چې په دې سفر کې به ښاغلی کرزی له بریتانیایی چارواکو سره په بېلابېلو مسایلوخبرې وکړی:
"ولسمشر کرزی به په بېلا بېلو پروګرامونو کې برخه واخلی او له مختلفو بریتانیایی مشرانو سره به خبرې وکړی.
جمهور رییس کرزی به د بریتانیې له صدراعظم ډیویډ کامرون او د نوموړی هېواد له ولیعهد سره هم وګوری."
ده څرګنده کړه، چې په دې لیدنو کې به د افغانستان د امنیتی ستونزو او له نړېوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتی مسوولیتونو د سپارلو پر مسالې هم خبرې وشی.
په عین حال کې ولسمشر کرزی به د بریتانیې په ملی موزیم کې د افغانستان د لرغونو اثارو نندارتون هم پرانیزی او په دې مراسمو کې به وینا هم وکړی.
بریتانیا له افغانستان سره مهم مرسته کوونکی هېواد دی او دا مهال زرګونه سرتیری یې په دې هېواد کې میشت دی.