پرس ټی وی راپور ورکړ، طالبانو نن د پاکستان د شمالی وزیرستان په میرانشاه کې څلور تنو مړی غورځولی دی. راپور وایی، د دغو مړو تر څنګ په یوه لیک کې لیکل شوی، د امریکا دجاسوسانو برخلیک به همداسې وی. پاکستانی طالبانو په دې وروستیومیاشتو کې په لسکونه کسان دافغانستان په سرحدی سیمو کې امریکایی ځواکونو ته دجاسوسۍ په تور وژلی د ی.