د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې د جنازې د لمانځه پرمهال شوی ځانمرګی برید لږ تر لږه 60 تنو ته مرګ ژوبله واړوله. ویل کېږی دغه برید د پېښور ښار اړوند د متنو په ادیزو سیمه کې د طالبانو پر ضد د سولې لښکر د یوه مشر د خپلوانو په جنازه کې رامنځته شوى، چې د سیمې د یوه پولیس افسر عبدالکلام په وینا، 20 تنه په کې وژل شوی او تر 40 ډېر په کې ټپیان دی. د نوموړی د معلوماتو له مخې، ښایی د مرګ ژوبلې شمېره تر دې هم زیاته شی، ځکه، چې یو شمېر خلکو له پېښې وروسته سمدستی د خپلو خپلوانو مړی او ټپیان له سیمې وړی دی. د پېښور د پولیسو یوه افسر زاهد خان رسنیو ته ویلی، چې د ځانمرګی بریدګر عمر د 15او 20 کالو ترمنځ و او خپل ځان یې د جنازې د لمانځه پرمهال والوزاوه. د راپورنو له مخې د جنازې په دې لمانځه کې نږدې 80 تنو ګډون درلود. په سیمه کې د طالبانو د تحریک ویاند حمزه رسنیو ته د ټلیفون له لارې د پښې پړه منلې ده. د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د خیبرپښتونخوا په قبایلی سیمو کې د سولې پر لښکر ورته بریدونه شوی وو.