Back
په روان لمریز کال کې دملی اردو 726 سرتیری وژل شوی
Published: 1389/12/25 0:0News ID: 4481Source: ایرکا خبری آژانس

دفاع وزارت په روان لمریز کال کې د ملی اردو د 726 سرتیرو د وژل کېدو او 256 نورو د ټپی کېدو خبر ورکړ.
دغه څرگندونې نن په کابل کې د دفاع وزارت ویاند تورنجنرال ظاهر عظیمی یوې خبری غونډې ته وکړې.
جنرال عظیمی په روان لمریز کال کې د ملی اردو تلفات 726 تنه وښودل، چې په تېر 1388 لمریز کال کې 635 تنو ته رسیدل.
عظیمی له نړیوالې ټولنې د افغان ملی اردو د ښه تجهیز غوښتنه وکړه او زیاته یی کړه، اوسمهال د ملی اردو د سرتېرو شمېره 155 زرو تنو ته رسیږی، چې په نږدې راتلونکې کې به دغه شمېره لوړه شی.
دا په داسې حال کې ده، چې د راروان 1390 لمریز کال په لومړۍ ورځ به د یو شمېر ولایتونو امنیتی چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شی.