Back
په بحرین کښې پوځیانو بې درکه شوی مظاهره چی مړ کړی
Published: 1389/12/28 0:0News ID: 4530Source: ایرکا خبری آژانس

په بحرین کښې پوځیانو بې درکه شوی مظاهره چی مړ کړی .
زمونږ خبریال وای دبحرین یو مظاهره چی د روانې اونۍ په لومړیو کښې په مظاهره چیانو دحکومتی پوځیانو او پولیسو په حملې کښې بې درکه شوی مړ کړی شوی دی .
دبحرین دحکومت د ترټولو ستر مخالف ګوندملی وفاق ګوند دپارلمان استازی وویل دبحرین حکومت دعیسی عبدالی ربیع کورنۍ ته اطلاع ورکړی ده چې هغه مړ شوی دی .
هغه وویل چې په بحرین کښې تراوسه په لسګونو کسان دحکومتی عسکرو له حملو راهسې بې درکه دی او برخلیک یې نه دی معلوم او عیسی عبدالی هم په بې درکه کسانو کښې شامل وو چې مړی یې موندل شوی او حکومتی عسکرو په ډزو وژلی .
دویلو ده چې په بحرین کښې دسعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو او په خپله دبحرین پوځیان په خلکو له هیلی کوپټرو او زغر ګاډو او ټانکونو نیغ په نیغه ډزې کوی چې له کبله یې تراوسه په لسګونو کسان مړه او په زرګونو نور ژوبل شوی دی .
په بحرین دسعودی عربستان ،متحده عربی اماراتو او نورو خارجی پوځیانو پوځی یرغل د امریکا په اجازې سره ترسره شوی دی .