د کورنیو چارو وزارت وایی، چې د نوی کال د لومړۍ ورځې د لمانځلو لپاره یې یو لړ جدی امنیتی تدابیر نیولی دی. په داسې حال کې، چې د نوی کال د لمانځلو لپاره خلک چمتووالى نیسی، امنیتی چارواکی هم ډاډ ورکوی، چې د نوی کال د جشن لپاره د ټول هېواد په کچه لازم امنیتی تدابیر نیول شوی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشری د شنبې په ورځ یوې خبری غونډې ته وویل، چې په کابل سربیره د هېواد په ټولو لویو ښارونو کې، چې د نوی کال د لمانځلو لپاره په کې جشنونه جوړیږی منظم امنیتی پلان ترتیب شوى. بشری زیاتوی، چې د دغه امنیتی پلان پلی کول تر ډېره د افغان ځواکونو په غاړه دی، خو د اړتیا په صورت کې بهرنی ځواکونه هم په کې همکاری کولاى شی. په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د عامو خلکو څخه هم وغوښتل، څو د پولیسو سره د مخالفینو د مشکوکو فعالیتونو د لیدو په صورت کې همکاری وکړی.