Back
د ډګرمن قذافی پر ودانۍ د مزایل برید
Published: 1390/01/01 0:0News ID: 4578Source: ایرکا خبری آژانس

د لویدیځ ایتلاف ځواکونو د لیبیا په مرکز طرابلس کې د یوې ودانۍ د له منځه وړلو خبر ورکړ، چې د دوى په وینا د ډګرمن قذافی د امر او کنټرول مرکز و.
د لیبیا دولتی چاروکو هم د دغې ودانۍ د ړنګېدو پخلى کړى او دغه درې پوړیزه ودانۍ بهرنیو ژورنالساتو ته ښودلې، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دی ویلی.
د لویدیځ اتیلاف الوتکو د دویمې شپې لپاره هم د ډګرمن قذافی پر پوځی اډو د بمبار لړۍ جاری ساتلې.
یادو ځواکونو دا بریدونه وروسته له هغې پیل کړل، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تیرې پنجشنبې په ورځ د لیبیا پر فضا د الوتنو د بندیز پریکړه لیک تصویب کړ.
امریکایی چارواکو ویلی، د دوى د بریدونو موخه قذافی نه بلکې د هغه دفاعی سیستم له منځه وړل دی.
بلخوا د عربی اتحادیې مشر امر موسى ویلی، چې د لویدیځ ایتلاف لخوا پر لیبیا دغه بریدونه د پروازونو د بندیز له حکم وړاندې تللی.
نوموړی زیاته کړې، چې عربی اتحادیې یوازې د لیبیا پر فضا د الوتنو د بندیز خبره کړې وه، ځکه چې دوى د لیبیا د ولس د ژوند ساتنه غواړی، نه د هغوى وژنه.
د امر موسى په وینا، عربی اتحادیه نه غواړی، چې د د الوتنو د بندیز په پلمه لویدیځ هېوادونه پر لیبیا برید وکړی.
بلخوا قذافی پر خپل ولس غږ کړى، چې په دې صلیبی جګړې کې دې د خپل هېواد دفاع وکړی.
نوموړی زیاته کړې، چې د دوى پرمخ د دولت د وسله تون ور پرانیستى دى او دوى کولاى شی، چې د خپل هېواد د دفاع لپاره ترې وسلې واخلی.
ډګرمن قذافی باغیان د صلیبی بریدګرو پلویان بللی او زیاته کړې یې ده، چې دوى د هېواد غداران دی او له منځه به یوړل شی.