Back
د جاپان د زلزلې د مړو او ورکو شمیر 24000 ته ورسیدو
Published: 1390/01/03 0:0News ID: 4627Source: ایرکا خبری آژانس

د فوکوشیما د اتومی بټۍ د دوهم راکټور فعالیت ودریده .
د رویترز د راپور له مخې د جاپان د اتومی امنیت ادارې وویل نن د فوکوشیما په اتومی بټۍ کښې د راډیو اکټیو موادو د خپریدو په دلیل د دوهم راکټور فعالیت ودرول شو . ددغه خبر له مخې په سلګونو کاریګر هڅه کوی د اتومی غمیزې مخه ونیسی خو د راډیو اکټیو موادو د زیاتیدا په دلیل مجبوره دی کار پریږدې .
له بلې خوا د جاپان د زلزلې د مړو او ورکو شمیر 24000 ته ورسیدو
د جاپان د زلزلې او سونامی څخه 12 ورځې وروسته د مړو او د هغو کسانو چې د ورکو په لیست کې شامل دی 240000 (څلورویشت زرو) ته ورسید.
د جاپان د پولیسو ملی ادارې نن چهار شنبه وویل چې په دغو طبیعی پیښو کې لږ تر لږه د 9408 کسانو وژنه تاید شوی او 14716 کسه د ورکو کسانو په لیست کې شامل شوی چې ټول ټال 24124 کسه کیږی او د ټپیان تر اوسه 2746 کسانو ته رسیدلى دى.ویره شته شمیره له دې هم واوړی
همدغه راز یو بل خبروایی د جاپان وروستۍ زلزلې او سونامۍ دغه هیواد ته 308 میلیارډه ډالره تاوان اړولی دی چې د لارو ، کورونو ، استوګنو سیمو او نورو بیخ بناییو ورانیدل پکښې شامل دی او فوکوشیما د اتومی بټۍ په شمول د زیاترو تاسیساتو د ویجاړۍ اندازه پکښې نه ده شامله .