Back
دهیواد په جنوب کې د ناټو دوه سرتېری ووژل شول
Published: 1390/01/04 0:0News ID: 4669Source: ایرکا خبری آژانس

د ناټو په مشرۍ نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (ایساف) د هیواد په جنوب کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د یادو ځواکونو د مطبوعاتی دفتر لخوا په یوه خپره شوې خبرپا ڼه کې ورکړل شوى دى.
سرچینې زیاته کړې، چې دغه سرتېری یې پرون د افغانستان په جنوب کې د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
خو ایساف د پیښې کره ځاى او د وژل شویو سرتېرو هویت نه دى په ډاګه کړى.
د روان میلادی کال له پیل راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وژل شویو بهرنیو سرتېرو شمېر 96 تنو ته ورسېد.