داسلامی ایران ولسمشر دنوورز اختر پیغام دبشر دځلانده راتلونکی زیری او له سختیانو تیریدل وبلل . زمونږ خبریال وای داسلامی ایران ولسمشر ډاکټر محمود احمدی نژاد نن دتهران په و حدت تالار کښې دنوروز دنړیوال جشن په رسمی دستورو کښې په دې خبرې ټینګار سره چې دنوروز فاینل پیغام دبشر دځلانده راتلونکی ته هیله او له سختیانو تیریدل دی یل بې شکه ددغه الهی ایت دارزښتونو په سم ډول معرفۍ سره به دنړۍ ټول خلک دهغه هرکلی وکړی . دایران ولسمشر په دې خبرې ټینګار سره چې دبشر ژمی په ختمیدا او دانسانیت بهار او سپرلی په لاره کښې دی وویل دنوروز حقیقی ورایښت هغه وخت دی چې خدای پرستۍ ، عدالت او عشق په دنیا واکمن شی او دظلم ، تیری او توپیر هیڅ اثر پاتی نشی . دایران ولسمشر په دې خبرې سره چې په ډیرو اسیای ، افریقای، لاتینی امریکااودبالکان خوزې په هیوادونو کښې دنوروز جشن ترسره کیږی دایران دملت په نمایندګۍ ددغو سیمو ټولو خلکو ته دنوروز اختر امبارکی وویله . د نورو اختر دوهم نړیوال جشن دایران داسلامی جمهوریت په کوربه توب او دتاجکستان، افغانستان ، ترکمنستان ، ارمنستان او عراق دمشرانو په ګډون سره نن په تهران کښې ترسره کیږی .