زمونږ خبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت ولسمشرمحمود احمدی نژادبیګاپه تهران کې دپاکستان دولسی جرګې له مشرې میرمن داکټرفهمیده میرزاسره په کتنې کې وویل بایدهڅه وشی چې په ټولو زمینوکې دایران او پآکستان اړیکې او ملګرتیاوې پراخې شی . هغه ددې خبرې په کولو سره چې ایران او پآکستان دواړه د ترهه ګرۍ قربانیان دی زیاته کړه که څه هم دپآکستان حکومت له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره خپلې ټوله هڅې کاروی خودترهه ګرۍ جرړه بیا هم هغو قدرتونو ته ګرځی چې پر نړۍ د سلطې فکر په ذهنونو کې لری . ډاکټر احمدی نژآد دغه راز زیاته کړه د نوروز جشن یو مناسب فرصت دی او هیوادونه د ملګرتیاؤ دپراختیا په زمینوکې له یوه بل سره د نظر تبادله کولی شی . دپاکستان د ولسی جرګې مشرې هم په دغې کتنې کې ووئیل پاکستان له خپل ورور او دوست هیواد اسلامی ایران سره د اړیکو پراختیا ته ځانګړی اهمیت ورکوی او د نوروز جشن لمانځل مناسب فرصت دی څو اسلامی هیوادونه سره غونډ شی او له یوه بل سره د بیلابیلو موضوګانو او ستونزو په باب د نظر تبادله وکړی د پاکستان د ولسی جرګې مشرې همداراز د ترهه ګرۍ په غندلو سره زیاته کړه پاکستان پخپله د ترهه ګرۍ قربانی دی چې بایددسبمې دهیوادونوپه ملګرتیاسره له دغې سپیرې ښکارندې سره مقابله وکړو