Back
په افغانستان کې پنځوس عسکرتښتول شوی اولس ترهګرهم نیول شوی دی
Published: 1390/01/07 0:0News ID: 4741Source: ایرکا خبری آژانس

روئیټرز خبری آژانس راپورورکړ دافغانستان داستخباراتی ادارې ویندوی لطف ا... مشعل نن په کابل کې په خبری کنفرانس کې وویل امنیتی مامورانو په تیرولسوورځوکې په بیلابیلوسیموکې لس ترهه ګر نیولی دی هغه روښانه کړه په نیول شویوکسانو درې هغه ترهه ګر هم شامل دی چې ځانونه ئې دځان مرګی عملیاتولپاره چمتوکول . هغه دغه راز زیاته کړه امنیتی مامورانو په همدا وروستیو کې په وردګ ولایت کې یوه چکړه چې ستربم او بې شمیر ه چاودیدونکی مواد پکې کیښودل شوی وونیولی اودترهه ګرۍ لویه دسیسه ئې شنډه کړې ده .
دا په داسې حال کې دی چې د طالبانو یوه ویندوی ذبیح ا..مجاهد هم له مونږ سره په تیلیفونی تماس کې وئیلی دی طالبانو د افغانستان په کنړ ولایت کې دپیچ درې په چپه دره سیمې کې د پولیسوپنځوس ماموران نیولی دی البته دافغانستان دپولیسومشرخلیل ا.. ضیائی هم نن ویلی دی په نوموړی سیمې کې د پولیسو یو شمیر ګاډی روان وو چې د طالبانو په لاس تښتول شوی دی خو هغه ددغو پولیسو شمیر ته کومه اشاره نه ده کړې