زمونږ خبریال را پور راکړ، یوسف رضا ګیلانی نن دهند اوپاکستان د کرکټ د سیمې فاینل لوبې د کتو لپاره د کابینې او دپارلمان د دغړیو له 20 کسیزې پلاوی سره ،دهند موهالی ښار ته سفر وکړ. هغه اطمینان څرګند کړ چې دغه سفر به د روابطو د پراختیا سبب شی، هیله یې څرګنده کړه چې روابط یواځې د کرکټ دلوبې په لیدلو محدود نشی. هغه چې دخپل هندی هم څنګ من موهن سنګ په بلنه دغه هیواد ته سفر کړی ،خپل هندی هم څنګ باتجربه او له مثبتو لیدتوګو سره وباله. البته دکرکټ دیپلماسی دهند اوپاکستان تر منځ دوده ده، او هڅه کیږی چې ترې په استفادې، د دواړو هیوادونو تر منځ واټن کم او روابط ښه شی. په دې لړ کې هڅه کیږی چې دکشمیر په شمول د مهمې مسلې اوارې شی، خو په خواشنۍ سره تر اوسه پورې دغه دیپلماسی هم نتیجه نه ده درلودلې.