دلیبیا انقلابیانو داوربند دپیلیدا لپاره خپل شرطونه اعلان کړل . زمونږ خبریال وای دلیبیا انقلابیانو نن وویل چې له اوربند سره دهغوې موافقت له لویدیځو ښارونو ددیکتاتور معمر قذافی دځواکونو دوتلو او خلکو ته دبیان دازادۍ دورکولو په شان له چارو سره تړلی دی . دلیبیا دانتقالی ملی شورا مشر مصطفی عبدالجلیل هم لیبیا ته دملګروملتونو له استول شوی ځانګړی استازی عبدالاله الخطیب سره په ګډ خبری کانفرنس کښې وویل له جنګی سیمو دمعمر قذافی دځواکونو وتل هم باید داوربند شرط وی . عبدالجلیل په دغه خبری کانفرنس کښې چې دلییبا په بن غازی کښې وشو وویل انقلابیان داوربند مخالف نه دی خو دهغوې شرط دبیان له ازادۍ دلییبا دلویدیځو ښارونو د وسیدونکو برخوریدل دی . هغه وویل دلیبیا انقلابیان به له خپلې اصلی غوښتنې یعنی له دغه هیواده دمعمر قذافی او دهغه دکورنۍ له وتلو تیر نشی . هغه په ملکی خلکو باندې دلیبیا ددیکتاتور دځواکونو دحملې خبر ورکړ او ویې ویل انقلابیان دقذافی له رژیم سره دمبارزې لپاره وسلو ته ضرورت لری . دغه راز دلیبیا یوه ډاګټر وویل چې په لیبیا دامریکا او لویدیځو هیوادونو په هوای حملو کښې چې په بریقه ښارګی کښې یې کړی دی اوه کسان وژل شوی چې اکثره یې ماشومان دی . په دغو حملو کښې پینځویشت نور کسان ژوبل شوی هم دی . ویل کیږی چې ددوو کورونو ترمینځ په یوه ګاډی چې وسلې پکښې بار وې دامریکا او لویدیځو هیوادونو په هوای حملو کښې اوه کسان ووژل شول چې ددولسو او شلو کلونو جینۍ او ځوانان پکښې شامل دی . بل خبرداچې رسمی سرچینو ایشوا کړه چې دامریکا دجاسوسۍ ادارو کسان دلیبیا دحکومت له مخالفانو سره دپټو مرستو لپاره دامریکا دولسمشر باراک اوباما لخوا له اجازې وړاندې په لیبیا کښې موجود وو . دامریکا دوو رسمی مقاماتو وویل دامریکا ځانګړی ځواکونه ، دجاسوسۍ ادارې سی ای ای کسان دلیبیا له حکومت ضد ځواکونو سره دسلامشورې لپاره دولسمشر باراک ا وباما لخوا له رسمی اجازې وړاندې لیبیا ته استول شوی وو .