Back
دقرآن دسپکاوی په خلاف افغانستان هماغه رازدمظاهرو ډګردی
Published: 1390/01/14 0:0News ID: 4842Source: ایرکا خبری آژانس

دقرآن دسپکاوی په خلاف افغانستان هماغه رازدمظاهرو ډګردی
زمونږ خبریال راپورراکړ د افغانستان له مزارشریف، هرات او کندهاروروسته په ننګرهار او پروان ولایتونو کی هم د امریکا د یوه سپیره پدری په لاس د قرآن پاک د بې احترامۍ په خلاف مظاهرې شوی دی.
راپورونه وایی چی دافغانستان د ننګرهار پوهنتون محصلینو او د پروان اوسېدونکو هم د امریکایی پادری له خوا د قران کریم د سوځولو پر ضد مظاهرو ته مخه کړې ده
باید وویل شی چی وړمه ورځ په مزار، هرات ، پروناو کندهار ولایتونوکی هم مظاهرې شوی چی کابو دولس تنه پکې مړه او په لسګونو نور پکې ژوبل شوی دی
د مزارشریف په مظاهره کی د ملګرو ملتو پر دفتر په یوه حمله کی کابولس بهرنیان او افغانان ووژل شول.
راپورونه وایی چی نن د کندهار پوهنتون محصلینو د دوهمی ورځی لپاره بیا مظاهره کړې او د پرونۍ پېښی دعواملو د سزه کولو غوښتنه ئې کړې