Back
حکمتیار په افغانستان کی دامریکا ضد لاریون کلک ملاتړ وکړ
Published: 1390/01/15 0:0News ID: 4855Source: ایرکا خبری آژانس

د حزب اسلامی مشر گلبدین حکمتیار یو ځل بیا دامریکا په وړاندی دهیواد والو دلاریونونو کلک ملاتړ کړی دی .
په خبر پانه چی ددی ویاند له خوا ایرکا خبری آژانس ته رسیدلی د حکمیتار له قوله لیکی :
وروستیو پېښو یوځل بیا وښوده چی افغان ولس خداى پال او پردین مین ولس دی او له خپل دین، ایمان او عزت په هری بیی چې وی دفاع کوی، هری قربانۍ ته چمتو دئ دده په وینا له هغو وحشی ځواکونو سره ډغرو وهلو ته تیار دئ چی د دوى مقدساتو ته په سپکه سترگه گوری.
خبر پاڼه د حکمتیار د خولی نه زیاتوی چی، دمزار، کندهار، ننگرهار، هرات، پروان، کابل او نورو ولایاتو وروستیو لاریونونو ثابته کړه چی د افغانانو قاطع اکثریت، که په غرونو کی اوسی او که په هواره کې، که دښارونو هستو گن دی او که دکلیو، که علماء دی که عوام؛ له اشغالگرانو کلکه او ژوره کرکه لری او هغوى دخپل دین، عزت او خپلواکۍ دښمنان بولی.
دا په داسی حال کی ده چی له دری ورځو راهیسی د یوه فاسد امریکایی کشیش په هغه غیر انسانی عمل چی د قران پاک یوه نسخه سوزولی وه په اکثر ولایتونو لاریونونه او عکس العملونو راوپارول.