افغانستان دامریکا ضد مظاهرو ډګر جوړ شوی . زمونږ خبریال وای افغانستان هماغه راز دامریکا په فلوریډا ایالت کښې دیوه سرزروی پادری ټیری جونز په لاس دقران کریم دسوزولو په اعتراض کښې دامریکا ضد مظاهرو ډګر دی . په امریکا کښې دقران مجید دسوزولو داعتراضونو په دوام کښې دافغانستان په زرګونو خلکو نن سهار ددغه هیواد په ختیځ کښې مړه دې امریکا او اسلام زنده باد شعارونه ورکړل . دغه مظاهرې په تیرو دریو ورځو کښې له خونړیو مظاهرو وروسته شوی چې له کبله یې تراوسه دیرش کسان وژل شوی . دافغانستان دلغمان و لایت دشورا مرستیال ګلزار سنګاور وویل مظاهرې نن سهار له الینګار سیمې پیل شوی او همدا اوس ددغه ولایت په مرکز مهتر لام کښې دوام لری . دویلو ده چې په امریکا کښې دیوه سرزوری پادری لخوا دقران مجید سوزولو ددنیا دمسلمانانو غوسه او کرکه رامینځته کړی ده . په ټوله دنیا کښې په میلیونونو مسلمانانو په مظاهرو دامریکا ددغه پادری دغه ناوړه اقدام په کلکه غندلی دی .