Back
دماین په چاودنه کې څلور تنه ملکی کسان ژوبل شول
Published: 1390/01/23 0:0News ID: 4955Source: ایرکا خبری آژانس

نن سهار اته بجې د کندهار ښار د دریمی امنیتی حوزې اړوند د ښکار پور دروازی په سیمه کې د ماین په چاودنه کې څلور تنه ملکی کسان ټپیان شول چی د درملنی لپاره د کندهار میرویس روغتون ته لېږدول شوی دی.
د کندهار ښار د امنیې قومندانۍ اړوند ملی پولیس په یاده سیمه کې پر ګزمه بوخت وو چې پر موټر یې د سړک غاړی ترڅنګ په یوه کثافات دانۍ(ګند لوښی ) کې ځاى پر ځاى شوی چاودېدونکی توکی وچادېدل او پکې څلور تنه ملکی وګړی ژوبل شول.
په دې چاودنه کې پولیسو ته کوم ډول مالی او ځانی زیان نه دى اوښتى اوژوبل شوی ملکی وګړی د کندهار میرویس روغتون ته د درملنی لپاره لېږدول شوی دی چې روغتیا یې حالت یې د ډاډ وړ دى. افغان ملی پولیسو همداراز نن سهار د کندهار ښار د څلورمی امنیتی حوزې اړوند د محمد افضل خان حمام ته څېرمه یوه کړۍ ماین چې د مخالفینو له لوری ځاى پر ځاى شوى وو کشف او شنډ کړ.