Back
نیمروز ولایت ته د جمهور رئیس کرزی ناڅاپی سفر
Published: 1390/01/24 0:0News ID: 4965Source: ایرکا خبری آژانس

جمهور رئیس کرزی نن له غرمې مخکې د کابینې له یو شمېر وزیرانو سره یوځاى د نیمروز ولایت مرکز زرنج ته سفر وکړ.
د نیمرو چارواکی وایی، جمهور رئیس کرزى به د خپل نننی سفر په لړ کې د نوموړی ولایت له ځایی چارواکو، قومی مشرانو او د ولایتی شورا له غړو سره له نږدې ووینی.
د نیمروز ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر حاجی موسى رسولی کلید ته وویل، د نن سهار راهیسی یې د نیمروز په مرکز او ټولو ولسوالیو کې کلک امنیتی تدابیر نیولی دی.
د نیمروز ولایت د امنیتی او اقتصادی لحاظه ځانگړى اهمیت لری.